انصار: (د سلواغی ۲۸مه)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
ستانکزي د یوې غونډې پر مهال د ډیورنډ کرښې د نه منلو په اړه توندې څرګندونې کړې وې او هم یې پاکستان ته د دوی د رژیم خلاف د مخکینیو او نویو ممکنه همکاریو په تړاو خبرداری ورکړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپله اعلامیه کې ویلي، چې طالب چارواکي دې د داسې څرګندونو پر ځای پر واقعیتونو فکر وکړي او د افغانستان له خاورې د دوی خلاف ادعا شویو امنیتي ګواښونو ته دې رسیدنه وکړي.
پاکستان تل ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې یې وسله والې مخالفې ډلې پر ضد بریدونه سمبالوي، خو طالب رژیم یې دا ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي.
عباس ستانکزی د طالبانو په لیکو کې له محدودو چارواکو څخه دی، چې د پاکستان خلاف توند دریځ او له افغانانو سره د طالبانو په کړنو کې د نرمښت غوښتنه کوي.
ستانکزی له دې امله په خلکو کې له محبوبیته هم برخمن شوی او ورته ویناوې یې تل هرکلي سره مخ شوې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30156